IQNA

په قطر کې د ترټولو برلاسه اتلانو ؛اول الاولین؛قرآنی سیالۍ  ترسره کیږي

7:34 - October 05, 2023
د خبر لمبر: 3488059
ایکنا-(قطر)د قطر د ااوقافو وزارت د ترټولو برلاسه اتلانو ترمینځ د قرآني نړیوالو سیالیو د ترسره کیدا نیټه دنومبر لومړۍ نیټه وټاکله.

ایکنانیوز  د الرایه له قوله راپور راکړ، د قطر د اوقافو اواسلامی چارو وزارت د ترټولو دلومړیو  دقرآني سیالیو دوهم پړاؤ دترسره کیدا خبر ورکړ، چې  دشیخ جاسم بن محمدب ن ثاني د قرآن کریم نړیوالو سیالیو برخه حسابیږي.

ټاکل شوې ده دغه سیالس د نومبر له لومړۍ تر دولسمې نیټې پورې ترسره شي.

ددغو سیالیو  ترسره کونکي کمیټې  پرون په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، په دغو قرآنی سیالیو کې ګډون کونکي 80 کسانو دنړۍ له څلورو براعظمونو څخه  په 26 هیوادونو کې لومړی مقام ګټلی دی . د ترټولو برلاسه کسانو برلاسه کس (اول الاولین) عنوان  دګټلو لپاره به  په دغو سیالیو کې ګډون وکړي او  د نړیوالو سیالیو د تاریخ  ترټولو لوړه جایزه  یومیلیون قطري ریال به وګټي.

ددغې اعلامیې په یوې برخې کې راغلی دي  دقرآن نړیوالې  سیالۍ  د امام محمد بن عبدالوهاب په جومات کې ترسره کیږي او ګډون کونکي به  د قرآن کریم دکلمو د  معنا له حفظ کولو سره یو ځاي  ټول قرآن کریم  دحفظ لپاره سیالي وکړي.

دا د قرآني سیالیو  دوهم پړاؤ دی چې ترسره کیږی او ددغو سیالیو دلومړنی پړاؤ  جایزه هم یو میلیون قطری ریال  وه چې اول االاولین کس ته ورکړل شوې وه. د سیالیو دلومړنی پړاؤ لومړنی ګټونکی دکویت نماینده  خالد محمد محسن ابراهیم  العیناتي  ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4173135

captcha